۰

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو ټیټه لوبډله عربي اماراتو ته ځي

یکشنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۷
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کم عمر لوبډله په اسیايي جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته ځي.
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو د کم عمر لوبډله په اسیايي جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته ځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرکټ پورټ د معلوماتو پر اساس ټاکل شوې دغه لوبډله نن یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه عربي اماراتو ته ولاړه شي.

د اسیاسي جام سیالۍ د دسمبر په ۲۳مه نېټه پيلېږي او د همدې میاشتې په ۳۱مه نېټه پای ته رسیږي، چې افغانستان په کې خپله لومړي لوبه راتلونکې پنشنبې له پاکستان سره لري.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي دویمه لوبه د دسمبر په ۲۵مه نېټه له متحده عربي اماراتو او درېیمه هغه یې د همدې میاشتې په ۲۷مه نیټه له هند سره ده.

د یادونې ده، چې اسیایي جام سیالیو کې ټولټال ۸ لوبډلې ګډون لري او افغان لوبډله به له اماراتو وروسته وېسټ انډیز ته ځي چې هلته د کرکټ د ۱۹کلنو په نړیوال جام کې ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي