۰

 ایران د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې باید ټول ګډونه حکومت جوړ شي

یکشنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۴
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، د افغانستان د ستونزې حل یوازې د یوه پراخ بنسټه او ټول شموله حکومت په جوړېدو کې دی.
 ایران د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې باید ټول ګډونه حکومت جوړ شي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، د افغانستان د ستونزې حل یوازې د یوه پراخ بنسټه او ټول شموله حکومت په جوړېدو کې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبداللهیان چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په ۱۷ مه غونډه کې د ګډون په موخه پاکستان ته تللی دغه څرګندونې له خبریالانو سره خبرو کې کړې دي.

نوموړي ویلي، په یاده غونډه کې باید نړیوالې ټولنې او د افغانستان اوسنی حکومت ته په یوه غږ واضح کړل شي، چې د افغانستان د ستونزې حل د یوه پراخ بنسټ او داسې حکومت په جوړېدو کې دی، چې ټول لوري او قومونه په کې برخه ولري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي، چې د یاد سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په فوق العاده غونډه کې به د افغانستان د ورستیو بدلونو په اړه ژورې خبرې وشي.

عبداللهیان ټینګار کړی، چې ایران د دغه بدلونونو او تحولاتو په اړه ځانګړې اندېښنې لري او هغه به د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړي.

د هغه په وینا افغانستان کې د ترهګرۍ پیاوړي کېدل او دغه راز په دې وروستیو کې ایران ته د افغان کډوالو مخه کول هغه څه دي، چې ایران یې په اړه اندېښنه کې دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو پای کې و ویل، تمه لري، چې د اسلامي همکاریو سازمان دغه غونډه وتوانېږي په یوه غږ نړیوالې تولنې، طالبانو او د افغانستان ګاوندیانو ته دا پیغام ورسوي، چې د افغانستان د ستونزې حل د یوه پراخ بنسټه دولت په جوړېدو کې دی.
 
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو تر دې وړاندې ورته څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بللې خو د ایراني وزیر څرګندونو ته یې تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې د دوی حکومت ټول شموله دی او چا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي