۰

د خوړو نړیوال پروګرام:که مرستې ونه شي، افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی

دوشنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۵
د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، خلکو د بې کارۍ او لوږې په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام:که مرستې ونه شي، افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی
د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، خلکو د بې کارۍ او لوږې په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان ټینګار کړي، چې افغانستان له بشري ناورین سره یو ګام فاصله لري او که مرستې ونه شي، بشري ناورین رامنځ ته کېدونکی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي خوړو ته اړتیا لري او له لوږې سره مخ دي.

د هغه په وینا دوی په افغانستان کې خپل عملیاتي اقدامات ډېر کړي دي، خو بیا هم که نړیوال مرستندویه بنسټونه پر وخت مرستې او اقدامات ترسره نه کړي نو افغانستان به له بشري ناورین سره مخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د روان اقتصادي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښوودلې ده او وايي، همدا اوس په دغه هېواد کې له هرو لسو وګړو اته کسه يې پوره خواړه نه لري.

سرچینې خبرداری ورکړی دی، که وضعیت همداسې دوام وکړي نو ښایي روان ژمی شاوخوا ۳،۵ میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي