۰

متقي: امریکا له ټول افغان ملت سره دښمني کوي او بشري حقونه یې نقضوي

دوشنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۹
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سپرست مولوي امیرخان متقي وايي، امریکا د افغانستان د پانګې په کنګلولو سره له افغان ملت سره ښکاره دښمني راخیستې ده.
متقي: امریکا له ټول افغان ملت سره دښمني کوي او بشري حقونه یې نقضوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سپرست مولوي امیرخان متقي وايي، امریکا د افغانستان د پانګې په کنګلولو سره له افغان ملت سره ښکاره دښمني راخیستې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه اسلام آباد کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غونډې ته د وینا پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.

په دغه غونډه کې چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، په کې ښاغلي متقي یو ځل بیا پر نړۍ ځانګړې توګه پر امریکا غږ کړی دی چې د افغانستان مالي پانګه ازاده کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې امریکا په وروستیو بندیزونو سره په ښکاره د افغانانو بشري حقونه نقضوي او له ټول افغان ملت سره دښمني کوي.

ښاغلي متقي د غونډې پر ګډونوالو غږ کړی دی چي له امریکایي چارواکو غوښتنه وکړي چې د افغان ولس ځورول او افغان حکومت کمزوري کول د هېچا په ګټه نه دي.

ده ویلي، دا کار د دواړو هېوادونو د اړيکو له بهترۍ سره مرسته نه کوي، بلکې د امریکا حیثیت ته زيان رسوي او د کډوالۍ لړۍ پراخوي چې منفي اثرات یې ټولی نړۍ ته رسېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز د غونډې له ګډونوالو غوښتنه کړې ده چې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

د هغه په وینا اسلامي امارت به د افغانستان د کړکېچ عادلانه حل لارې په موندلو کې د اسلامي هېوادونو مشورې، غوښتنې او اندېښنې پر ورین تندي ومني.

ښاغلي متقي ټینګار کړی دی چې اسلامي امارت د افغانانو د استازي په توګه، بشري حقونه، د ښځو حقونه او په دولت کې د ټولنې د مختلفو اقشارو د شخصیتونه مشارکت خپل مسوولیت بولي او په دې برخه کې شویو وعدو ته ژمن دی.

د یادونې ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان په پرونۍ غونډه کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر میکانېزم هوکړه کړې او په دې اړه یې یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده.

اعلامیه کې ویل شوي، د اسلامي هکاریو نړیوال سازمان به له افغانستان سره بشردوستانه مرستې کوي، د خوړو د خوندیتوب په برخه کې به مرسته کېږي، د روغتیايي مرستو لړۍ به پیلوي، له نړیوالو بشردوستانه بنسټونو سره به افغانستان ته د مرستو رسولو پر څرنګوالي بحثونه کوي.

همدارنګه سرچینې زیاته کړې، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو لپاره به هڅه کوي، دغه سازمان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی او هغه به د بشردوستانه خدماتو په برخه کې کار او همکاري کوي.

دغه راز به یاد سازمان د بشردوستانه خدماتو لپاره د مرستو یو صندوق جوړوي.

د اسلامي همکاریو سازمان په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې افغانستان پراخو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دوی به خپلې همکارۍ نه سپموي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي