پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او دا یې د افغانستان سپکاوی او په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په غونډه کې یو لړ ادعاوې وکړې.
هغه و ویل، چې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له دغه هېواد څخه پاکستان تهدیدوي.
دغه راز عمران خان افغانستان کې د نجونو د تعلیم د ستونزې په اړه و ویل، چې له تعلیم او تحصیل سره ضدیت د افغان ټولنې یو له ځانګړنو دی.
د عمران خان دغه ادعاوې او سپکاوي د ګڼو افغان سیاسیونو تر څنګ د پاکستاني سیاست والو او خواله رسنیو د کارکوونکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د عمران خان څرګندونې د افغانانو تر منځ د تفرقې اچونې هڅه او د افغانستان د خلکو سپکاوی ګڼلی دی.
د کرزي په وینا د عمران خان دا خبره، چې گواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ دی.
ښاغلي کرزي ټينګار کړي، چې په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی.
پخواني ولسمشر په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د پاکستان حکومت ته سپارښتنه کړې، چې د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او زموږ په کورنیو چارو کې له لاس وهنې په کلکه ډډه وکړي.
کرزي دغه راز ویلي، پاکستاني چارواکي دې په بین المللي ناستو کې د افغانستان په استازیتوب خبرې نه کوي او پرعکس د یو نېک ګاونډي په توګه دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.
د ښاغلي کرزي تر څنګ پر خواله رسنیو ګڼو افغانانو هم د عمران خان څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاس وهنه بللې ده.
تر پوله پورې غاړې پښتون سیاستوالو او مشرانو منظور احمد پښتین او افراسیاب خټګ هم د عمران خان څرګندونې غندلې او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او د دغه هېواد سپکاوی بللی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین عمران خان ته ویلي، چې د افغانستان خلاف استعماري سیاستونه نور پای ته ورسوي.
دغه راز ښاغلي افراسیاب خټګ عمران خان ته په خطاب کې ویلي، د افغانستان د لاندې کولو دا دسیسه به دې هم شنډه شي.
جمهورخبري آژانس:کابل