امریکا، افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږد په لټه کې ده

30 قوس 1400 ساعت 8:53

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د داسې لارو چارو په لټه کې دي، چې وکړی شي افغانستان ته د بشري مرستو تر څنګ نغدې پیسې هم ولېږي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د داسې لارو چارو په لټه کې دي، چې وکړی شي افغانستان ته د بشري مرستو تر څنګ نغدې پیسې هم ولېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند ند پرایس په یوه خبري ناسته کې زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه بشپړ معلومات لري.

د هغه په وینا امریکا له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې ده چې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ورسول شي.

دی وايي، همدا اوس له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو سره په دې اړه بحثونه روان دي چې څنګه وکړی شي افغانستان ته د بشردوستانه مرستو تر څنګ نقدې پیسې هم ولېږي او هلته د اقتصادي او بشري ناورین مخنیوی وکړي.

امریکايي چارواکو ویلي، تر دې دمه امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی، خو دوی په یوازې ځان دغه ناورین نه شي کابو کولی نو له  همدې امله د سیمې له هېوادونو هم غواړي چې له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کنګل شوې شتمنۍ په اړه څه نه دي ویلي او دا یې هم زیاته کړې چې د تخلیې ماموریت به ادامه لري او د پای نېټه یې نه ده مشخصه شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145890

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145890/

جمهور
  https://www.jomhornews.com