۰

امریکا: د تخلیې ماموریت لپاره ځانګړی مهال وېش نشته

سی شنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۴
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستانه د تخلیې ماموریت لپاره ځانګړی مهالوېش نشته دی.
امریکا: د تخلیې ماموریت لپاره ځانګړی مهال وېش نشته
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستانه د تخلیې ماموریت لپاره ځانګړی مهالوېش نشته دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلېنکن ټینګار کړی، چې دوی د هغو کسانو ایستلو ته ژمن دي، چې ژوند یې له خطر سره مخ دی او یا یې د وتلو شرایط پوره کړي وي.

نوموړي زیاته کړې، د تخلیې ماموریت د پای لپاره هېڅ راز ټاکلی مهالوېش نشته دی او تر هغه به ادامه ولري چې ټول په شرایطو برابر کسان ایستل شوي نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د تخلیې ماموریت به ادامه لري، ځکه تر دې دمه ګڼ امریکايي وګړي او په شرایطو برابر کسان په افغانستان کې پاتې دي او دوی یې ایستلو ته ژمن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي