۰

بلېنکن: امریکا د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د بدلولو په لټه کې ده

چهارشنبه ۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۲
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن وايي، دوی د افغانستان وضعیت له نېږدې څاري او د دغه هېواد په اړه د خپلې تګلارې د بدلولو په لټه کې دي.
بلېنکن: امریکا د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د بدلولو په لټه کې ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن وايي، دوی د افغانستان وضعیت له نېږدې څاري او د دغه هېواد په اړه د خپلې تګلارې د بدلولو په لټه کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په خپلو تازه څرګندونو کې دا هم ویلي، امریکا هڅه کوي، چې له افغانستان لا ډېرې مرستې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په دې پوهېږي چې دغه هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

نوموړي ویلي، تر دې دمه هم امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرستندویه هېواد دی او هڅه کوي له افغانانو سره لا ډېرې مرستې وکړي.

بلینکن وایي دوی د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د بدلولو په لټه کې دي اوغواړي له دغه هېواد سره لا ډېرې مرستې وکړي خو هڅه یې دا ده چې مرستې د حکومت پر ځای مستقیم عامو افغانانو ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې د افغانستان وضعیت به څاري او په اړینو مواردو کې به بېړنی اقدام کوي.

انتوني بلېنکن د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه ویلي، د اړتیا پر مهال دوی له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره د دغه شتمنیو د شریکولو امر تر دې وړاندې هم کړی دی او په دې برخه کې به د امریکا همکاري دوام کوي.

بلېنکن دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون ۴۰ امریکايي استازو په یوه لیک کې د بایډن له ادارې وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خوشې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي