سعودي عربستان د افغان مسافرو د اقامو نېټه غځوي

1 جدی 1400 ساعت 8:18

د سعودي عربستان حکومت د هغو افغان مسافرو د اقامې نېټې د غځولو پرېکړه کړې، چې تر وروستیو تحولاتو وروسته افغانستان کې بند پاتې دي.


د سعودي عربستان حکومت د هغو افغان مسافرو د اقامې نېټې د غځولو پرېکړه کړې، چې تر وروستیو تحولاتو وروسته افغانستان کې بند پاتې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د سعودي سفیر الاسناد مشعل الشمري د کنسولي چارو له رییس مولوي محمد شفیق خطیب سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی په سیستماتیک ډول کابل کې د ایسارو افغان مسافرو لپاره د اقامې نېټې غزوي.

نوموړي زیاته کړې ده، تر څو چې د افغانستان وضیعت عادي حالت ته نه وي ګرځېدلی او د کرونا وبا نه وي ختمه شوې هېڅ افغان مسافر ته د اقامې ختمېدو خطر نشته دی.

د هغه په وینا د افغانستان عامې روغتیا وزارت دې د بهرنیوچارو وزارت په منځګړیتوب د عربستان د بهرنیوچارو وزارت ته یو مکتوب ولېږي، څو په کابل کې د بند پاتې افغان مسافرو د کرونا واکسین کارتونه تایید کړي، چې ورسته بیا په درېیم هېواد کې له ۱۴ورځو قرنطین خلاص او د انتقال بهیر یې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145935

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145935/

جمهور
  https://www.jomhornews.com