هند د افغانانو په ګډون څه باندې ۳ زره کسانو ته تابعیت ورکړ

2 جدی 1400 ساعت 9:26

د هند دولت اعلان کړی، چې د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش د مذهبي اقلیتونو ۳۱۱۸ پیروانو ته یې د دغه هېواد تابعیت ورکړی دی.


د هند دولت اعلان کړی، چې د افغانستان، پاکستان او بنګله دېش د مذهبي اقلیتونو ۳۱۱۸ پیروانو ته یې د دغه هېواد تابعیت ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په پارلماني چارو کې د هند د کورنیو چارو وزیر نتیانندرای وايي، تر اوسه پورې له افغانستان، پاکستان او بنګله دېش څخه د هندو، سیک او مسحي دین ۸۲۴۴ پیروانو د هند د تابعیت غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې له دغه شمېر تابعیت غوښتونکو څخه د ۳۱۱۷ تنو غوښتلیکونه منل شوي او د هند تابعیت ورکړل شوی دی.

د یادونې ده، چې د هند لومړي وزیر ۲۰۱۹ کې اعلان کړی و، چې غیر مسلمان پناه غوښتونکو ته چې په خپلو هېوادونو کې له تاوتریخوالي سره مخ دي، تابعیت ورکوي.

خو د هند یو شمېر سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو پر دغه اعلان نیوکه وکړه او دا یې د تبعیض وړ پرکړه وبلله چې ولې یوازې غیر مسلمانو ته پناه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 145990

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145990/

جمهور
  https://www.jomhornews.com