۰

د طالبانو واک ته رسېدو وروسته ۴۳ سلنه رسنۍ بندې شوې

پنجشنبه ۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۱
د بې پولې خبریالانو او د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنیو خپل فعالیت درولی دی.
د طالبانو واک ته رسېدو وروسته ۴۳ سلنه رسنۍ بندې شوې
د بې پولې خبریالانو او د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان کې ۴۳ سلنه رسنیو خپل فعالیت درولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آر اېس اېف او اې جي آی اې په دغه راپورو کې ویلي، د سقوط نه وړاندې ۵۴۳ رسنیو افغانستان کې فعالیت درلود خو د لیندۍ تر اولو ورځو پورې یوازې ۳۱۲ فعالیت کاوه.

د بې پولې خبریالانو په راپور کې تایید شوې، چې د طالبانو تر واک وروسته دا مهال په افغانستان کې ۲۳۱ رسنۍ له فعالیت څخه لوېدلې دي.

دغه راز په راپور کې ویل شوي، چې په دې سره ۶۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې له لاسه ورکړې، چې زیاته یې مېرمنې دي.
 
د راپور پر اساس له هرو پنځو خبریالانو او رسنیو کارکوونکو څخه څلورو یې خپلې دندې له لاسه ورکړې او یوازې یو تن یې کار لري.

راپور زیاته کړې، چې په ټول کې ۸۴ سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل کار له لاسه ورکړی او دغه راز اوس د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریالانه د خبریالې په توګه کار نه کوي.

سرچینه زیاتوي، چې د کابل تر سقوط وړاندې ۱۱۹۰ ښځینه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې درلودې، چې اوس یې یوازې ۳۲۰ تنه کار کوي.

د بې پولې خبریالانو په راپور کې ویل شوي، چې په حقیقت کې ۵۰ سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکي له خپلو دندو لرې کړل شوي دي.

په دې راپور کې زیاته شوې، چې تر سقوط وړاندې په ټول کې ۱۰۶۹۰ تنو په رسنیو کې کار کاوه په داسې حال کې، چې دغه شمېر اوس ۴۳۶۰ تنو ته ټيټ شوی دی.

د خبریالانو ټولنې په ورته وخت کې دا هم وايي، چې دا مهال په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې چاپېریال سخت ناارامه شوی دی.

طالبانو د بې پولې خبریالانو دغه راپور ته په غبرګون کې ویلي، دوی د تعریف شوي چوکاټ، د هېواد د ملي ګټو اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د رسنیو څخه ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي