کابل: د پاسپورټ ریاست مخې ته چاودنه شوې

2 جدی 1400 ساعت 12:24

عیني شاهدان وايي، پلازمېنه کابل کې د پاسپورټ ریاست مخې ته چاودنه شوې، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.


عیني شاهدان وايي، پلازمېنه کابل کې د پاسپورټ ریاست مخې ته چاودنه شوې، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن پشنبې د مرغومي ۲ مه غرمه مهال د کابل ښار د درېمې حوزې اړوند سیمه کې د پاسپورټ ریاست مخې ته شوې ده.

تر اوسه د چاودنې څرنګوالی او زیان په اړه معلومات نشته خو کورنیو چارو وزارت یې پخلي کړی دی.

د یادونې ده، دغه چاودنه پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې د پاسپورټ ریاست د جدول له مخې پنشنبې ورځ یوازې د اسلامي امارت د مجاهدینو لپاره ځانګړې شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 145999

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145999/

جمهور
  https://www.jomhornews.com