۰

د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري کمه شوې ده

شنبی ۴ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۹
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسوولین وایي، د چین او افغانستان ترمنځ روان کال د سیاسي بدلونونو له امله سوداګري کمه شوې ده.
د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري کمه شوې ده
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مسوولین وایي، د چین او افغانستان ترمنځ روان کال د سیاسي بدلونونو له امله سوداګري کمه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادونې خونې مرستیال خان جان الکوزي ویلي، تېر ۲۰۲۰ کال افغانستان له چین شاوخوا یو میلیارد ډالر واردات لرل چې روان کال دغه شمېره ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته راښکته شوې ده.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې افغانستان هم چین ته شپېتو میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لرل چې دا شمېره هم راکمه شوې ده.

د هغه په وینا سره له دې چې چین ته د زعفرانو، جلغوزیو، قالینو او ځینو نورو توکو صادرات شته دي خو بیا هم د تېرو کلونو په پرتله د سوداګرۍ کچه له چین او نورې نړۍ سره راښکته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي