۰

اسلامي امارت: د روسیې د ولسمشر د څرګندونو هرکلی کوو

شنبی ۴ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۱
د افغانستان اسلامي امارت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وروستیو څرګندنو هرکلی کړی دی.
اسلامي امارت: د روسیې د ولسمشر د څرګندونو هرکلی کوو
د افغانستان اسلامي امارت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وروستیو څرګندنو هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پوتین په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو او دغه راز د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادېدو په هڅه کې دي.

دغه راز پوتین دا هم ویلي، چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد(ص) ته سپکاوی د بيان ازادي نه، بلکې د دیني ازادۍ مخالفت او د مسلمانانو احساساتو ته سپکاوی دی.

پوتین په ټینګار سره زیاته کړې، چې هېواد يې د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندلو لپاره هڅه کوي او د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو د خلاصون غوښتنه کوي.

خو په وینا یې طالبان باید داسې یو ټولشموله حکومت جوړ کړی، چې د ټولو قومونو او لوریو استازي په کې ولیدل شي او ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د پوتین د دغو څرګندونو هرکلی کړی دی، خو وړاندې تر دې يې په وار وار ویلي، چې د دوی حکومت ټول شموله دی او د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول شرایط برابر کړي دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په يوه خبري کنفرانس کې لويديځ د افغانستان له بيارغونې سره په ډېرې مرستې مسوول ګڼلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي