۰
روسیه:

امریکا د خپلو تېروتنو د پټولو لپاره پر افغانستان فشارونه زیات کړي

شنبی ۴ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۹
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا د دې لپاره چې خپلې تېروتنې پټې کړي پر افغانستان یې فشارونه زیات کړي دي.
امریکا د خپلو تېروتنو د پټولو لپاره پر افغانستان فشارونه زیات کړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا د دې لپاره چې خپلې تېروتنې پټې کړي پر افغانستان یې فشارونه زیات کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر اولګ سیرومولوتوف کړې دي.

نوموړي ویلي، امریکا پر اسلامي امارت بندیزونو ته دوام ورکوي او د فشار په توګه ترې کار اخلي او په خبره یې دا اقدامات افغانستان کې وضعیت پېچلی کوي.

دی وايي، امریکا د دې په ځای چې پر خپلو تیروتنو اعتراف وکړي، پر افغانستان فشارونه زیاتوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې، له نشه یي توکو او ترهګرۍ سره مبارزه په قصدي ډول شاته پرېښودل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي