نیویارک ټایمز:

افغانستان کې د امریکا د ماتې ستر مسوولیت پر پاکستان دی

5 جدی 1400 ساعت 9:45

امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې امریکا باید د پاکستان پر وړاندې پر خپله تګلاره له سره کتنه وکړي.


امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې امریکا باید د پاکستان پر وړاندې پر خپله تګلاره له سره کتنه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، امریکایي سیاستوال او ډېری پالیسي جوړوونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې تر ټولو ستره مسوولیت پر پاکستان دی.

په تحلیل کې زیاته شوې له همدې امله امریکا ته په کار ده چې نور دې پر دغه هېواد له تکیه کولو لاس واخلي او پر وړاندې یې د خپله تګلاره بدله کړي.

د مطلب لیکوال ویلي، له پاکستان سره دې نظامي همکارۍ کمې کړل شي، د افغانستان په اړه دې له دغه هېواد سره بحثونه ختم کړل شي، بلکې مستقیم دې له افغانستان سره اړیکې پیاوړې کړل شي او تر څنګ یې دې له دغه هېواد سره د امریکا په مرستو کې کموالی راشي.

په مطلب کې ویل شوي، که امریکايي سیاستوال دې مواردو ته پام نه کوي او د پخوا په څېر له دغه هېواد سره اړیکو ته ادامه ورکوي، نو دا به د یوې تېروتنې بیا بیا تکرار وي چې زیانونه به یې یوازې امریکا ته اوړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146065

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146065/

جمهور
  https://www.jomhornews.com