امریکا د تخلیې پر ماموریت نیوکه کوونکي پوځیان ګوښه کوي

5 جدی 1400 ساعت 11:18

امریکايي رسنۍ وايي، امریکا هغه پوځیان له دندو ګوښه کړي، چې د سرتېرو د ایستلو په تړاو یې پر امریکايي حکومت نیوکې کړې دي.


امریکايي رسنۍ وايي، امریکا هغه پوځیان له دندو ګوښه کړي، چې د سرتېرو د ایستلو په تړاو یې پر امریکايي حکومت نیوکې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو او تخلیې پر ماموریت پراخې نیوکې شته دي چې تر ډېره دغه نیوکې د امریکا د دفاع وزارت پوځیان او جنرالان کوي.

امریکايي رسنیو ویلي، په وروستیو کې داسې موارد تر سترګو شوي چې پر دې بهیر نیوکه کوونکي امریکايي نظامیان له دندو ګوښه شوي دي.

امریکايي نظامي او د سمندري ځواک غړي سټوراټ شېلر ویلي، څو ورځې کېږي چې د پنټاګون له لوري تر اوولس کاله نظامي ماموریت وروسته ګوښه کړل شوی او د تقاعد له امتیازاتو بې برخې ګڼل شوی دی.

دی وایي د تخلیې پر ماموریت یې ځکه نیوکه کوله، چې په وروستیو کې ګڼ امریکایي سرتېري پکې ووژل شول او امریکايي حکومت ټولې نړۍ ته رسوا شو.

د هغه په وینا په پېښه کې ځینې وژل شوي پوځیان یې نږدې ملګري وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146074

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146074/

جمهور
  https://www.jomhornews.com