۰

اسلامي امارت: هېچا ته په کورنیو چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوو

دوشنبه ۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۰۷
د افغانستان اسلامي امارت وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د هېواد په کورنیو چارو کې مداخله او لاسوهنه وکړي.
اسلامي امارت: هېچا ته په کورنیو چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوو
د افغانستان اسلامي امارت وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د هېواد په کورنیو چارو کې مداخله او لاسوهنه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امارت دغه څرګندونې پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۲ مې کلیزې په مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې کړې دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانان وتوانېدل، چې له څو تاړاکونو او یرغلونو خپله خاوره آزاده کړي او د سوله ییز او خپلواک ژوند لار غوره کړي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، افغانان له ټولې نړۍ سره د دوه اړخیزو ګټو په چوکاټ کې اړیکې غواړي او هېچا ته د زیان اړولو نیت نه لري.

سرچینه زیاتوي، له همدې امله له نړیوالو غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس په سر شي او اجازه ورکړي چې افغانان له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت همدا راز وایي چې نړیوال دې پر افغانانو فشارونه ختم کړي او د دوی حقونو ته دې درناوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي