۰

حامد کرزي او عبدالله پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي

دوشنبه ۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۱۳
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د سولې عالي شورا د پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.
حامد کرزي او عبدالله پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د سولې عالي شورا د پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي کرزي او عبدالله لیدنه نن دوشنبې د مرغومي ۶ مه د ښاغلي کرزي کور کې شوې، چې په کې د مشرانو جرګې پخوانی رییس فضل الهادي مسلیم یار او د ښاغلي عبدالله دویم مرستیال اسدالله سعادتي هم حضور درلود.

عبدالله عبدالله پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې له نوموړو سره د افغانستان په روان وضعیت، د خلکو د ستونزو په حل او اړونده نورو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.
 
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي