۰

‏تاجکستان و افغانستان ته د برېښنا صادرات د یوه کال لپاره تمدید کړل

دوشنبه ۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۴۰
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، تاجکستان ورسره موافقه کړې، چې د یوه بل کال لپاره به هم افغانستان ته د خپلې برېښنا صادرات جاري ساتي.
‏تاجکستان و افغانستان ته د برېښنا صادرات د یوه کال لپاره تمدید کړل
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، تاجکستان ورسره موافقه کړې، چې د یوه بل کال لپاره به هم افغانستان ته د خپلې برېښنا صادرات جاري ساتي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برېښنا شرکت په اعلامیه کې چې نن دوشنبې د مرغومي ۶ مه خپره شوې راغلي، چې د برېښنا د لېږد دغه تړون د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پای پورې تمدید شو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تړون د تمدید موضوع تاجيکستان ته د بریښنا شرکت د عمومي اجراييه رييس حافظ محمد امين د سفر پر مهال نهايي شوې ده.

بريښنا شرکت هيله ښودلې، چې ياد شوي هېواد سره به د سیمه ییزو بريښنايي پروژو لکه، کاسا زړ او نورو په اړه هم هوکړې ته ورسيږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي