۰
ستانکزی:

په نړۍ کې لومړی سوپر طاقت افغانان او بیا امریکا ده

دوشنبه ۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۲۱
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، افغانانو د تاریخ په اږدو کې په پوره جرآت، مېړانې او قربانیو یرغلګر او ستر قوتونه مات کړي دي.
په نړۍ کې لومړی سوپر طاقت افغانان او بیا امریکا ده
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، افغانانو د تاریخ په اږدو کې په پوره جرآت، مېړانې او قربانیو یرغلګر او ستر قوتونه مات کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ستانکزي چې نن دوشنبې د مرغومي ۶ مه لوګر کې پر افغانستان د سرو لښکرو له ۴۲ کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وینا کوله، و ویل، چې له انګرېز نه نیولې تر پرونۍ امریکا او ناټو پورې افغانانو په مېړانه ماته ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړه، د افغانانو خوی او خاصیت دا دی، چې په خپل هېواد کې یرغلګر نه مني او هېڅ وخت هم تر پردي یوغ لاندې نه ځي، بلکې پر وړاندې یې درېږي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، د تاریخ په اوږدو کې چې چا پر افغانستان تېری کړی افغانانو یې په مېړانه په وړاندې مقاومت کړی او تاریخي ماتې یې ورکړې دي.

هغه په افغانستان کې د امریکا ماتې ته په اشارې سره و ویل، چې په نړۍ کې داسې هېواد نشته چې د امریکا پر وړاندې ودرېږي او یا یې خبره ونه مني، خو په وینا یې یوازې افغانان او افغانستان و چې له امریکا سره یې ډغرې وهلې او اوس یې هم وهي.

د بهرنیو چارو مرستیال وزیر زیاته کړه، چې په نړۍ کې دوه سوپر طاقتونه دي، چې لومړی یې افغانان او دویم یې امریکا ده.

هغه و ویل«موږ د مذاکراتو پر مېز امریکایانو ته و ویل، چې نړۍ کې دوه سوپر طاقتونه دي، یو موږ او بل تاسې، تر هغو به سره وهو څو وګورو چې څوک یې ګټي،دا د شکر ځای دی چې افغانان بریالي شول او امریکا په ټیټ سر له هېواده وتلو ته اړ شوه او اوس موږ په نړۍ کې سوپر طاقت یو»

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال وزیر په وینا اوس هم که څوک پر افغانستان د یرغل او تېري فکر ولري نو افغانان به یې پر وړاندې په کلکه مقاومت وکړي او د نورو ابر قدرتونو په شان به دوی ته هم ماته ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
.
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي