۰

پوتین او امام علي رحمان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

سی شنبه ۷ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۱
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.
پوتین او امام علي رحمان د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه او خبرو کې دواړو لورو د افغانستان د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او توافق یې کړي، چې دواړه هېوادونه به د افغانستان سره پر پوله خپلې همکارۍ ډېروي.

د روسیې ولسمشر پوتین ویلي، دوی له افغانستان سره د تاجکستان پر پوله تمرکز ډېروي او په خبره یې پولې ته نږدې تحرکات او وضعیت ورته د اندېښنې وړ دی.

دی وايي، تاجکستاني پوځیانو ته به لا ډېرې وسلې او تجهیزات ورکړي او هڅه کوي د هر ډول احتمالي خطر پر وړاندې پر وخت اقدام وکړي.

د روسیې ولسمشر همدا راز ویلي چې ځینې ترهګرې ډلې غواړي په مرکزي اسیا کې د خپل نفوذ هڅه و ازمويي نو له همدې امله یې پر وړاندې پر وخت او دقیق غبرګون په کار دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي