بایډن افغانستان کې د شل کلن ماموریت د ارزونې لپاره بودیجه توشیح کړه

7 جدی 1400 ساعت 8:33

د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د امریکا د شل کلن ماموریت او ماتې څېړلو لپاره د ځانګړي کمېسیون د جوړولو بودیجه توشیح کړه.


د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د امریکا د شل کلن ماموریت او ماتې څېړلو لپاره د ځانګړي کمېسیون د جوړولو بودیجه توشیح کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، جوبایدن د کانګرېس له لوري د دفاعي بودیجې تایید شوې طرحه توشیح کړه.

د سرچینې په وینا په دې کې د هغه کمیسیون لپاره هم بودیجه ځانګړې شوې چې ټاکل شوې په افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت او ماتې وڅېړي.

دا کمیسیون به شپاړس غړي لري چې خپل لومړنی راپور به د یوه کال په اوږدو کې خو وروستی راپور به یې د درېیو کالونو په اوږدو کې وړاندې کوي.

د امریکا کانګریس وایي په دې راپور کې له راغلې مواردو به د امریکا د راتلونکو تګلارو او پالیسیو لپاره کار اخیستل کېږي.

ځينې امریکایي استازي بیا په دې باور دي چې د څېړنې په لړ کې هغه کسان باید جزايي چې د ماتې او اوسني وضعیت د رامنځ ته کېدو لامل دي.

د یادونې ده، چې د امریکا د کانګرېس له خوا ۷۷۰ میلیاد ډالر د دفاعي بودیجې لپاره ځانګړي شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146153

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146153/

جمهور
  https://www.jomhornews.com