۰
د ښوونکو او پوهنتون د استادانو نړیواله ټولنه:

افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي بهیر ژر پیل کړل شي

سی شنبه ۷ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۲۱
د ښوونکو او پوهنتونو د استادانو یوې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي ادارو د بېرته پرانستو غوښتنه کړې ده.
افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي بهیر ژر پیل کړل شي
د ښوونکو او پوهنتونو د استادانو یوې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي ادارو د بېرته پرانستو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په سکاټلنډ کې د ښوونکو او پروفیسورانو دغه ټولنې له سکاټلنډ او برېټانیا غوښتي چې په افغانستان کې په روان وضعیت کې د نجونو او ښځینه وو د تعلیم او تحصیل په برخه کې د شته خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړی او له دغه هېواد سره دې بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.

یادې ټولنې ټینګار کړی، افغانان حق لري چې زده کړې وکړي او خپله راتلونکې جوړه کړي، نو له همدې امله د نړیوالو مسوولیت دی چې له دغه هېواد سره په تعلیمي او بشردوستانه برخه کې مرستې ډېرې کړي.

دغه ټولنې له برېټانیا او سکاټلنډ غوښتي چې افغان پناه غوښتونکو ته په خپلو هېوادونو کې ځای ورکړي او د زده کړو او پرمختګ زمینه ورته برابره کړي.

یاده ټولنه دا غوښتنه پر داسې مهال کوی، چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د تخنیکي ستونزو په حل سره به ډېر ژر د پوهنتونو دروازې د نجونو او هلکانو پر مخ خلاصې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي