پاکستان تر اوسه، هند ته افغانستان ته د غنم د لېږد اجازه نه ده ورکړې

8 جدی 1400 ساعت 8:38

هندي رسنۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله وايي، پاکستان لا هم د هند زرګونه ټنه غنمو ته افغانستان ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې.


هندي رسنۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله وايي، پاکستان لا هم د هند زرګونه ټنه غنمو ته افغانستان ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپور کې ویل شوي سره له دې چې پاکستان ژمنه کړې وه د غنمو لېږد ته به اجازه ورکوي، خو تر اوسه یې پر دې ژمنه عمل نه دی کړی.

د هند په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ویلي دمګړی زرګونه ټنه غنم په بندري سیمه کې افغانستان ته د لېږد لپاره تم شوي چې پاکستان یې د لېږد مخنیوی کوي.

د سرچینې په وینا په دې محموله کې درمل او نور خوراکي توکي هم شته دي خو پاکستان یې پر وړاندې ډول ډول پلمې پلټي.

د یادونې ده، پاکستان په ځانګړي ډول د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان هم څه موده وړاندې و ویل، چې دوی هند ته اجازه ورکوي، چې افغانستان ته غنم ولېږدوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146195

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146195/

جمهور
  https://www.jomhornews.com