۰

امارات له افغانستان سره د اقتصاد، تعلیم او کرنې په برخه کې همکاري کوي

چهارشنبه ۸ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۶
د متحده عربي اماراتو چارواکي وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان د اقتصاد، تعلیمي، روغتیا او کرنې په برخو کې پانګونې وکړي.
امارات له افغانستان سره د اقتصاد، تعلیم او کرنې په برخه کې همکاري کوي
د متحده عربي اماراتو چارواکي وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان د اقتصاد، تعلیمي، روغتیا او کرنې په برخو کې پانګونې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د متحده عربي اماراتو د فدرالي هویت، تابعیت، امنیت، ګمرکونو او بندرونو وزیر محمد حماد الشامسي د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدنه کړې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ښاغلي متقي پرون سه شنبې د مرغومي ۶ مه د محمد حماد الشامسي او ورسره پلاوي سره کابل کې وکتل.

سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ د هېواد پر روان وضعیت خبرې شوې دي.

الشامسي ویلي، دوی له افغانستان سره په بېلو برخو په تېره په تعلیم تربیه، روغتیا، اقتصاد او زراعتي برخو کې همکاري کوي.

په ورته وخت ښاغلي متقي په دې لیدنه کې د عربي اماراتو له مرستو مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده، چې د دوی په مرسته به د افغانستان صادرات ډېر شي او اقتصادي پرمختګونه به رامنځ ته شي.

متقي ویلي، دوی له ټولو عربي ملکونو او نړۍ سره د ښو او پراخو اړیکو غوښتونکي دي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي