امریکا متحده ایالاتو د افغان مېرمنو او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره ځانګړې استازې ټاکلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د ټولو اړخونو لپاره د ښه او سوکاله ژوند غوښتونکي دي او تمه لري چې تبعیض او تاوتریخوالی له منځه لاړ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، له همدې امله یې رینا امیري د بشري حقونو او مېرمنو د حقونو په برخه کې ځانګړې استازې ټاکلې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې مېرمن امیري به بهرنیو چارو وزارت، د بشري حقونو څانګې او د امریکا ملي امنیت ته د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت کوي.
د یادونې ده، چې امیري په امریکا کې د حقوقو په برخه کې زده کړې کړې دي او له دوو لسیزو راهیسې یې د ملګرو ملتونو او امریکايي حکومت په مهمو څانګو او برخو کې دندې ترسره کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل