تاجکستان او ازبکستان افغانستان ته خپلې چورلکې نه ورکوي

9 جدی 1400 ساعت 8:49

راپورونه وايي، ازبکستان او تاجيکستان ته د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته اړول شوې چورلکې بېرته افغانستان ته نه ورکوي.


راپورونه وايي، ازبکستان او تاجيکستان ته د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته اړول شوې چورلکې بېرته افغانستان ته نه ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري اژانس ويلي، يادو هېوادونو په دې اړه خپل دریځ امريکا متحده ايالاتو ته په ډاګه کړی.

سرچینې دا نه دي ویلي، چې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنیدو سره په څومره شمېر افغان هليکوپټرې تاجيکستان او ازبکستان ته وړل شوي؟

خو په وینا یې تاجيکستان او ازبکستان د يوه برخه هلیکوپټرو د نه سپارلو خبره امريکا متحده ايالاتو ته کړې ده.

معلومه نه ده، چې امريکا دغې غوښتنې ته کوم غبرګون ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146240

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146240/

جمهور
  https://www.jomhornews.com