۲۰۲۱ کال په نړۍ کې د خبریالانو لپاره خونړۍ کال بللی شوی دی

11 جدی 1400 ساعت 8:49

د رسنیو نړیوال انسټیټیوټ په یوه راپور۲۰۲۱ کال په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو خونړی کال بلل شوی دی.


د رسنیو نړیوال انسټیټیوټ په یوه راپور۲۰۲۱ کال په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو خونړی کال بلل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپور وايي، د دې کال په اوږدو کې په ټوله نړۍ کې ۳۵ خبریالان د دوی د فعالیت په تړاو وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا دا ثابتوي، چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لا هم په نړیواله کچه یوه ننګونه ده.

مکسیکو د دغه لیست په لومړي سر کې راځي چې د تېر کال اوږدو کې ۷ خبریالان په کې په نښه شوي دي.

له مکسیکو وروسته افغانستان او هند دواړه په دې لیست کې دویم ځای لري، چې د ای پي ای مسوولینو په وینا په دې هر یوه هېواد کې تېر کال شپږ خبریالان د خپل کار په تړاو وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ډېری خبریالانو وژنې لامل د جګړې پر مهال له خبریالانو سره تاوتریخوالی بلل شوی دی.

د ای پي ای مسوولین وايي، دوی په نړیواله کچه له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې پرلپسې څاري او د سږ کال په نښه شویو خبریالانو لیست یې د همدې شمېرو له مخې چمتو کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146267

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146267/

جمهور
  https://www.jomhornews.com