۰

ادهانوم: ښايي ۲۰۲۲ کې کرونا ختمه شي

شنبی ۱۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۲
د روغتیا نړیواله اداره په نوي کال کې د کرونا د له منځه تلو په اړه خوشبیني ښوودلې وايي، تمه ده په دې کال کې کرونا ختمه شي.
ادهانوم: ښايي ۲۰۲۲ کې کرونا ختمه شي
د روغتیا نړیواله اداره په نوي کال کې د کرونا د له منځه تلو په اړه خوشبیني ښوودلې وايي، تمه ده په دې کال کې کرونا ختمه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې مشر تدروس ادهانوم د نوي کال په مناسبت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د دې احتمال شته چې په ۲۰۲۲ کال کې نړۍ د کرونا په له منځه بېلو بریالۍ شو خو د هېوادونو متقابلې همکارۍ ته سخته اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې، په دې کال کې باید د نړۍ اویا سلنه خلکو ته واکسین ورکړل شي، خو وايي، د ځینو هېوادونو له لوري د واکسینو ذخیره کول د اندېښنې وړ دي.

د روغتیا نړیواله ادارې مشر د نړۍ پر پیاوړو هېوادونو غږ کړی دی چې د واکسینو تولید ډېر کړي او پر بېوزله هېوادونو یې ووېشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي