۰

امریکا هڅه کوي، د افغانستان اقتصاد ته زیاتې پیسې تزریق کړي

شنبی ۱۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، دوی په دې لټه کې دي، چې له کومو کړنلارو وکړی شي، د افغانستان اقتصاد ته زیاتې پیسې تزریق کړي.
امریکا هڅه کوي، د افغانستان اقتصاد ته زیاتې پیسې تزریق کړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، دوی په دې لټه کې دي، چې له کومو کړنلارو وکړی شي، د افغانستان اقتصاد ته زیاتې پیسې تزریق کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بلېنکن دغه څرګندونې د ۲۰۲۱ کال په پای کې د ۲۰۲۲ کال د امریکا د بهرني سیاست او اهدافو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وکړې.

انتوني بلېنکن زیاته کړه، چې دا مهال د افغانستان اقتصاد ته د زیاتو پیسو د تزریق لپاره بېلا بېلې کړنلارې تر څېړنې لاندې دي.

د هغه په وینا امریکا په وروستیو کې د افغانستان د ۲۸۰ میلیون ډالرو کنګل شویو پیسو په آزادولو کې هم ونډه درلوده او اوس هم هڅه کوي، چې په شدت سره د افغانستان اقتصاد ته نغدې پیسې داخلې کړي تر څو د خلکو جېب ته زیاتې پیسې ورسږي.

دی وايي، امریکا د خپلو شریکباڼو سره په ګډه داسې هڅه کوي، چې دغه پیسې نېغ په نېغه د طالبانو په ګټه نه وي او نېغې خلکو ته ورسېږي.

نوموړي ویلي، بندیزونه د دې لپاره دي تر څو طالبان د نړیوالې ټولنې غوښتنې پوره کړي او پر طالبانو یې غږ کړي، چې که غواړي په رسمیت وپېژندل شي، نو باید خپل سیاست اصلاح کړي.

د هغه په وینا د طالبانو په رسمیت پېژندل د هغوی په اقدماتو په ځانګړي ډول د بشري حقونو په خوندي کولو، فردي آزادۍ، د غچ اخیستنې درول او له ترهګرۍ سره مبارزې پورې تړلي دي.

امریکا پر داسې مهال افغانستان ته د پیسو د تزریق یا ورکړې خبره کوي، چې په دې وروستیو کې د دوی د بندیزونو له امله د افغانستان اقتصاد له بحران سره مخ دی او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي