په ۱۶ کلونو کې ۲۸ زره افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

12 جدی 1400 ساعت 8:45

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق وایي، په تېرو شپاړسو کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق وایي، په تېرو شپاړسو کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې په تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې له ۲۰۰۵ کال بیا تر دې دمه شاوخوا ۲۸۵۰۰ ماشومانو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې دا په ټوله نړۍ کې د جګړو له امله د وژل شوو ماشومانو تر ټولو لوړه سلنه ښيي.

یونیسف وايي، افغانستان د پر له پسې کلونو لپاره د ماشومانو لپاره خونړۍ هېواد و او تمه لري چې له دې وروسته په دغه هېواد کې یاده شمېره صفر ته راښکته شي.

په ورته وخت یادې اداره په ټوله نړۍ کې په تېره په جګړه ځپله هېوادونو کې د ماشومانو د حقونو پر نقض اندېښنه ښيي او وایي سلګونه زره داسې پېښې ثبت شوې چې په هغه کې د ماشومانو حقونه نقض شوي له همدې امله ټولو ته په کار ده چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146307

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146307/

جمهور
  https://www.jomhornews.com