۰

سور صلیب د افغانستان د ۱۷ روغتونونو مسوولیت په غاړه اخلي

یکشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۰
د افغانستان اسلامي امارت وايي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې ژمنه کړې، چې د افغانستان د ۱۷ تخصصي روغتونونو د چلولو مسوولیت په غاړه اخلي.
سور صلیب د افغانستان د ۱۷ روغتونونو مسوولیت په غاړه اخلي
د افغانستان اسلامي امارت وايي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې ژمنه کړې، چې د افغانستان د ۱۷ تخصصي روغتونونو د چلولو مسوولیت په غاړه اخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسلامي امارت زیاته کړې، دوی له نړیوالو بنسټونو په تېره له ملګرو ملتونو او سره صلیب نړیوالې ادارې سره په اړیکه کې دي څو له افغانستان سره په روغتیایي برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي.

سرچینه زیاتوي په همدې اساس سره صلیب کمېټې ژمنه کړې، چې د ۱۷ تخصصي روغتونو د مسوولیت چارې په خپله غاړه اخلي.

اسلامي امارت زیاته کړې، یاده کمېټه به د دغه روغتونونو د شاوخوا لس زره پرسونل معاشونه ورکوي او په نورو برخو کې به مرسته ورسره کوي.

په ورته وخت کې عامې روغتیا وزارت دا هم ویلي، د روغتیایي خدماتو د پراختیا او پیاوړتیا په تړاو له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کېږي لا ډېرې مرستې او همکارۍ جذب کړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي