د افغانستان د برېښنا شرکت وایي، هېواد ته د برېښنا د واردولو په موخه یې له څلورو ګاونډیو هېوادونو سره تازه تړونونه کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړونونه د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران سره شوي، چې د برېښنا شرکت د ویاند حکمت الله میوندي په وینا ټول لګښت یې ۲۶۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.
میوندي زیاته کړې، چې له یادو هېوادونو سره دغه تړونونه د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پایه پورې شوي دي.
د هغه په وینا د تړون پر اساس په ساعت کې له ازبکستانه ۲میلیارډه کیلو واټه، له تاجکستانه ۱.۵ میلیارده کیلو واټه، له ایرانه ۸۰۰ میلیونه کیلو واټه او له ترکمنستانه ۱.۳میلیونه کیلو واټه برېښنا پېرل شوې ده.
د برېښنا شرکت چارواکي وایي، دغه وارداتي برېښنا چې د یادو تړونونو پر بنسټ افغانستان ته رسېږي، په ۲۶ ولایتونو کې د برېښنا پر پېرودونکو ویشل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل