۰

په ۳۲ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو امکان دی

یکشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۰۵
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل کړی دی.
په ۳۲ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو امکان دی
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې خبرداری ورکړی، چې په ځینو ولایتونو کې د سختو سېلابونو د راوتلو امکان هم شته دی.

د یادې ادارې د وړاندوینې پر اساس ښايي د روانې مرغومې له ۱۳ مې تر ۱۴ مې پورې په ۳۲ ولایتونو کې واورې او بارانونه وشي.

کابل، هرات، فراه، نيمروز،‌ هلمند، کندهار، بادغيس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، غور، ارزګان، دايکندي، بامیان، سمنګان او زابل ولايتونه هغه ولایتونه دي، چې د ډېرو ورښتونو وړاندوينه پکې شوې ده.

اټکل شوی، چې په يو شمېر دغو ولايتونو کې به د واورې د ورښت کچه له ۱۵ څخه تر۵۰ سانتي مترو پورې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي