متقي:

د نظام او رسنیو تر منځ باید همکاري زیاته شي

12 جدی 1400 ساعت 14:13

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د نظام او رسنیو تر منځ د همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.


د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د نظام او رسنیو تر منځ د همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې موخه ښاغلي متقي نن یکشنبې د مرغومي ۱۲ مه د ګڼو وزارتونو له ویاندویانو سره ناسته کړې ده.

نوموړي په دغه ناسته کې له ویاندویانو غوښتي، چې د اسلامي امارت د پالیسۍ په پام کې نیولو سره رسنیو ته پر وخت معلومات ورکړي.

ښاغلي متقي د وزارتونو ویاندویانو ته د اسلامي امارت کورنۍ او بهرنۍ پالیسي هم تشرېح کړې او ترې غوښتي یې دي، چې له رسنیو سره ښه همکاري ولري او د معلوماتو د ورکولو په برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د رسنیو او نظام تر منځ همکاري باید پراخه شي.

په ورته وخت د غونډې د ګډونوالو له لوري دغه ډول ناستي ښه ابتکار او ګټورې وبلل شوې او هیله یې څرګنده کړې ده چي دا لړۍ دوام پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146337

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146337/

جمهور
  https://www.jomhornews.com