نړیوالې رسنۍ وايي، پاکستان هڅه کوي، چې افغان پانګوال په خپل هېواد کې پانګونې ته جذب کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینه زیاتوی، د همدې لپاره اسلام آباد غواړي د تابعیت قوانین اسانه کړي او افغان شتمنو او میلیونرانو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو زمینه برابره کړي.
سرچینې ټینګار کړي، پاکستان په دې توګه غواړي د افغانانو شتمنۍ په دغه هېواد کې راټولي کړي او دغه کسان هلته پانګونې ته وهڅوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په تازه څرګندونو کې ویلي، پاکستان د ګاونډیو تر څنګ د نړیوالو سوداګرو د جذب لپاره هڅه کوي.
نوموړي زیاته کړې، دا پرېکړه به ګټوره وي خو ځینې غبرګونونه به هم له ځان سره ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل