هند: له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو

13 جدی 1400 ساعت 10:32

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به افغانستان ته طبي او خوراکي توکي ولېږي.


د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به افغانستان ته طبي او خوراکي توکي ولېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې هندي چارواکو ویلي، په دغه مرستو کې به ۵۰ زره ټنه غنم او طبي وسایل شامل وي، چې ۵۰۰ زره ډوزه د کرونا واکسین هم دی.

ویل کېږي چې دغه مرستې به په راتلونکو دوو اوونیو کې افغانستان ته ورسېږي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

تر دې مخکې د شنبې په ورځ هند په کابل کې د اندراګاندي روغتون ته د کرونا د واکسین ۵۰۰ زره ډوزونو د مرستې اعلان وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146363

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146363/

جمهور
  https://www.jomhornews.com