ایران: تر چې طالبان ټول ګډونه حکومت جوړ نه کړي په رسمیت یې نه پېژنو

13 جدی 1400 ساعت 13:13

ایران یو ځل بیا ټینګار کړی، چې طالبان باید په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره ټول شموله حکومت ته غاړه کېږدي او جوړ یې کړي.


ایران یو ځل بیا ټینګار کړی، چې طالبان باید په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره ټول شموله حکومت ته غاړه کېږدي او جوړ یې کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې افغانستان کې د نظام جوړونې لپاره طالبان باید له دیني ولسواکۍ کار واخلي.

د دغه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وايي، دیني ولسوالۍ په افغانستان کې د نظام لپاره بهترینه نسخه ده او اسلامي امارت ورڅخه ښه ګټه اخیستلی شي.

نوموړي ویلي، تهران به تر هغه وخته پورې طالبان په رسمیت ونه پېژني څو پورې یې چې ټولشموله دولت نه وي رامنځته کړی.

دی وايي، د ټولې سیمې هېوادونه به هغه وخت طالبان په رسمیت وپېژني کله چې افغانستان کې ټولشموله نظام رامنځته او ټول اقوام خپل ځان د دغه هېواد په نوي نظام کې وویني.

د یادونې ده، چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي بهادر امنینیان هم په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې طالبان باید ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.

د هغه په وینا که طالبان ټول ګډونه حکومت جوړ کړي او د نړیوالو مثبتو غوښتونو ته مثبت ځواب و وايي، ښايي د نړیوالو له خوا په رسمیت وپېژندل شي.

که څه هم طالبانو دا ډول خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې خو امنینیان ویلي، چې دوی د خیر غوښتنې په موخه دا وړاندیز کوي نه دې لاسوهنې په موخه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146378

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146378/

جمهور
  https://www.jomhornews.com