د افغان او ترکمنستاني پوله ساتو تر منځ نښته شوې ده

14 جدی 1400 ساعت 9:11

سیمه ییز چارواکي وايي، جوزجان ولایت په خم آب ولسوالۍ کې د ترکمنستان سره پر پوله د افغان پوله ساتو او ترکمنستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، جوزجان ولایت په خم آب ولسوالۍ کې د ترکمنستان سره پر پوله د افغان پوله ساتو او ترکمنستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هلال بلخي وایي، دا نښته پرون دوشنبې د مرغومي ۱۳ مه رامنځ ته شوېد ه.

نوموړي زیاته کړې، نښته د ترکمنستاني پوځیانو له لوري د يوه ملکي افغان وګړي د وژلو او یوه بل د ټپي کولو په غبرګون کې شوې ده.

د هغه په وینا دا پېښه څو ورځې مخکې شوې او د څېړنې لپاره یې ګډې پولې ته د طالب ځواکونو د ورتلو پر وخت نښته شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې جزیات روښانه نه دي او له مرګ ژوبلې یې هم راپور ورکړل شوی نه دی.

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ویلي، دې نښته کې طالب ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې نه ده.

د یادونې ده چې په تېره څو میاشتو کې د پاکستان، ایران او ترکمنستان سره د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو نښتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 146388

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146388/

جمهور
  https://www.jomhornews.com