۰

قریشي: پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو ته دوام ورکوو

سی شنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۶
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په تازه څرګندونې کې ویلي، چې دوی به پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو ته دوام ورکړي.
قریشي: پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو ته دوام ورکوو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په تازه څرګندونې کې ویلي، چې دوی به پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځولو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي پرون دوشنبې د مرغومي ۱۳ مه په خپلو خبرو کې ژمنه کړې، چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره به د افغانستان سره اغزن تار غځولو ته ادامه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي چې د ازغن دېوال د تېرولو پر سر د دوو خواوو ترمنځ نه پوهاوی له دیپلوماتیکې لارې حل کړي.

قریشي دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې افغان حکومت او افغان ولس ته پر دغه کرښه د اغزن تار غځول په هېڅ صورت د منلو نه دي.

تازه د افغانستان د اسلامي امارت ځواکونه په نیمروز او دغه راز په ننګرهار کې پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو له خوا اغزن تار غځولو ته غبرګون ښودلی او تار یې ټول کړی دی.

اوس هم د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره لاندې کړي.

تازه د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خورازمي ویلي، پاکستان پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار لګولو حق نه لري، ځکه دغه کار د کرښې دواړو غاړو ته مېشت قومونه سره بېلوي، چې دا په منطقي او اصولي لحاظ سم عمل نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي