۰

سیګار: افغان مېرمنو ته باید د کار حق ورکړل شي

سی شنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۲
د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړي مفتش یا سیګار ویلي، په افغانستان کې باید مېرمنو ته د کار حق ورکړل شي که نه فقر به نور هم پراخه شي.
سیګار: افغان مېرمنو ته باید د کار حق ورکړل شي
د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړي مفتش یا سیګار ویلي، په افغانستان کې باید مېرمنو ته د کار حق ورکړل شي که نه فقر به نور هم پراخه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار په تازه راپور کې زیاته کړې، چې د افغانستان څه باندې ۲۲ سلنه کاري قوه مېرمنې تشکیلوي، نو په وینا یې که کار ور نه کړل شي، پراخ فقر به افغانستان تر دې هم وځي.

سرچینې په دغه راپور کې ټینګار کړی، چې باید افغان مېرمنو حقونو ته درناوی وشي، د کار حق ورکړل شي او په دې توګه دې کورنۍ له فقر او بېوزلۍ وژغورل شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر هم ویلي چې افغان مېرمنو ته دې د کار او زده کړو حق ورکړل شي او نوی حکومت دې ډاډ ورکړي، چې افغانستان بشري حقونو ته درناوی لري او په دې هېواد کې ټول وګړي له مساوي بشري حقونو برخمن دي.

اسلامي امارت تر اوسه د سیګار راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې ټینګار کړی، چې دوی د مېرمنو تعلیم او کار ته ژمن دي، خو مناسب چاپېریال ورته برابروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي