۰

بدخشان کې واورې ښویېدنې پنځه تنه وژلي دي

سی شنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۰
راپورونه وایي، بدخشان کې د سرو زرو په یوه کان د برف کوچ یا واورې ښویېدنې له امله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بدخشان کې واورې ښویېدنې پنځه تنه وژلي دي
راپورونه وایي، بدخشان کې د سرو زرو په یوه کان د برف کوچ یا واورې ښویېدنې له امله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د مرغومي ۱۳ مه د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ځايي سرچینو په وینا برف کوچ په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو پر کان کنېدونکو راغلي، چې پنځه تنه په کې وژل شوي دي.

خو ویل کېږي، چې هلته ګڼو کسانو کار کاوه نو ښايي د تلفاتو شمېره لوړه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ ننګرهار کې هم د یوه برف کوچ له امله د دو تنو جسدونه موندل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي