۰

ترافیکي پېښو ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

سی شنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۶
د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د واورې ورېدنې له امله ځینې ترافیکي پېښې رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ترافیکي پېښو ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د واورې ورېدنې له امله ځینې ترافیکي پېښې رامنځ ته شوې، چې په ترڅ کې یې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې له پرون راهیسې سختې واورې او بارانونو پیل کړی، چې د ځينو لارو د بندېدو سبب هم شوې دي.

د همدې واورو ورېدنې له امله پرون په ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې څو ترافیکي پېښې رامنځ ته شوې، چې ۷ تنه په کې وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

لومړی دوه ترافیکې پېښې د ننګرهار پر لویه لار د مشعلې کمر او ترازو په سیمه کې شوې، چې ۶ تنه په کې وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز بله پېښه د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، چې له امله یې یو تن ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي