ځینې سرچینې وايي، د افغانستان یوه MD ډوله الوتکې په کندهار ولایت کې لوېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، دغه الوتکه پرون دوشنبې د مرغومي ۱۳ مه د کندهار هوايي ډګر ته نېږدې سقوط شوې ده.
د سرچینې په وینا الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله سقوط شوې، چې له منځه تللې خو ځاني زیان یې نه دی اړولی.
جمهورخبري آژانس:کابل