حکمیتار: افغانستان انټرنشنل تلوېزیون قومي تفرقې ته لمن وهي

15 جدی 1400 ساعت 11:50

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار پر افغانستان انټرنشنل ټلويزيون تور پورې کوي، چې د بهرنیانو په پيسو او اجنډا په افغانستان کې قومي تفرقې او نورو ناندريو ته لمن وهي.


د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار پر افغانستان انټرنشنل ټلويزيون تور پورې کوي، چې د بهرنیانو په پيسو او اجنډا په افغانستان کې قومي تفرقې او نورو ناندريو ته لمن وهي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکمتيار په مشخص ډول نه دي ويلي، چې افغانستان انټرنشنل ټلويزيون په دې برخه کې څه کړي دي؟

دغه راز هغه په افغانستان کې د فعالو خصوصي ټلویزنونو په اړه ويلي، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې يې نشرات ښه شوي او اسلامي ارزښتونه يې مراعتول، خو په وینا یې له څه مودې اصلاح وروسته يې تر پخوا لا ډېر غیر اسلامي نشراتو ته مخه کړې ده.

حکمتيار په دې برخه کې د ځينو خصوصي ټلویزنونو د بهرنيو ژباړلو سريالونو يادونه کړې، خو نه يې دي ويلي، چې له دغو سریالونو څخه يې ده کوم لیدلي او غیر اسلامي ټکي يې پکې موندلي؟

افغانستان انټرنشنل ټلويزيون د حکمتيار څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146441

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146441/

جمهور
  https://www.jomhornews.com