د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال او سرپرست وزیر ادریس زمان د اسلامي امارت په تازه اقدام کې د امربالمعروف وزارت مرستیال ټاکل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په خپله ټوېټر پاڼه لیکي، چې ښاغلی ادرس زمان په دغه وزارت کې د ښځو چارو د برخې مرستیال ټاکل شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې ادریس زمان د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت الله اخندزاده د فرمان په اساس د ښځو په چارو کې د امربالمعروف او نهی غن المنکر وزارت مرستیال ټاکل شوی دی.
یاد وزارت ادریس زمان ده د نوې دندې مبارکي او په کارونو کې د بریالیتوب غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده، چې ادریس زمان د مخکني حکومت په دوران کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او وروسته تر ډېرې مودې د دغه وزارت سرپرست وو.
جمهورخبري آژانس:کابل