۰

پکتیا کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده

پنجشنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې یوې ګوژدن شوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.
پکتیا کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې یوې ګوژدن شوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د مرغومي ۱۵ مه د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ اړوند مالي خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ۱۷ کلنې کوژدن شوې نجلۍ د ټوپ په واسطه ځان ویشتلی، چې وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
 
د پکتيا ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عمر وايي، پېښه تېره شپه «۱۵، د جدي» رامنځته شوې، خو د جلی ځان ويشتلو لامل په اړه يې څه نه دي ويلي.
 
پکتيا کې ډيری وخت د کلتوري او نورو کورنيو ستونزو له امله ډیری ښځې په ځان وژنې او ځان سوځونې لاس پورې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي