سرچینې:

ښايي امیرخان متقي، له احمد مسعود او اسماعیل خان سره وګوري

19 جدی 1400 ساعت 9:11

ځینې خبري سرچینو راپور کې وړاندوینه کړې، چې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ښايي د مقاومت د جبهې له مشر احمد مسعود او د هرات د مشهور قوماندان اسماعیل خان سره وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینو زیاته کړې، چې دغه لیدنه ښايي ایران کې وشي.

دا راپورونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوه پلاوی په مشرۍ پرون شنبې د زمري ۱۸ مه ماښام مهال ایران ته رسېدلی او تود هرکلی یې شوی دی.

اسلامي امارت ویلي ښاغلی مقتي به له ایراني لوري سره د دواړو هېوادونو تر منځ پر اړیکو، سیاست، اقتصاد، سوداګرۍ او دغه راز د کډوالو په اړه خبرې وکړي.

خو تر اوسه په دې اړه چې کېدای شي ښاغلي متقي له احمد مسعود او اسماعیل خان سره وګوري، د افغانستان اسلامي امارت او مقابل لوري څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
د مطلب کود: 146545

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146545/

جمهور
  https://www.jomhornews.com