تېر کال افغانستان د ۴۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادره کړې

19 جدی 1400 ساعت 9:20

د افغانستان اسلامي امارت وايي، تېر کال له هېواد څخه د ۴۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادره شوې ده.


د افغانستان اسلامي امارت وايي، تېر کال له هېواد څخه د ۴۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت وچه مېوه بهر ته صادره شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امارت مرستیال ویاند احمدالله وثیق په تازه څرګندونو کې کړې او تمه یې ښودلې، چې دا صادرات روان کال تر دې هم زیات شي.

احمدالله وثیق ټینګار کړی، چې اسلامي امارت هڅه کوي، چې د سوداګرۍ په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 146547

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146547/

جمهور
  https://www.jomhornews.com